Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راتلونکی کال هېواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول کېږي.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

راتلونکی کال هېواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول کېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني، د نيالګيو کېنولو ملي پروګرام په پرانيست غونډه کې ویلي، چې د نيالګيو کېنول د انسان د ژوند يوه مهمه اړتیا ده او د کرنې وزارت د خپل پلان له مخې، په ۱۴۰۴لمريز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۱۶ ميليونه بېلابېل نيالګي کېنوي. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي رییس عبدالوکيل متوکل ویلي، چې کابل ښاروالۍ په پام کې لري د ۱۴۰۴ لمريز کال په بهير کې يو ميليون نيالګي د کابل په بېلابېلو سيمو کې کېنول شي.

مطالب

راتلونکی کال هېواد کې
څه باندې ۱۶ میلیونه
نیالګي کېنول کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ