Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران د اسراییلو اېف‌-۳۵ جېټ‌الوتکه ویشتلې.
۲۸ جوزا ۱۴۰۴

ایران د اسراییلو اېف‌-۳۵ جېټ‌الوتکه ویشتلې.

د ایران پوځ وايي چې دغه هېواد کې یې، د اسراییلو یوه اېف‌-۳۵ الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

د پوځ په وینا، دغه جېټ‌الوتکه یې، د جواداباد سیمې اړوند ورامین ولسوالي کې نسکوره کړې. دوی وايي، دا جېټ‌الوتکه یې، د هوايي دفاعي سېسټم په مرسته ویشتلې.

ایران له دې وړاندې د اسراییلو پنځلې جېټ‌الوتکې نسکورې کړې دي.

پرون سه‌شنبه هم د ایران تسنیم رسنۍ په یوه خبر کې ویلي و چې د دغه هېواد د اېف‌-۱۴ جېټ‌الوتکې په هوا کې د اسراییلو اېف‌۱۵ جېټ‌الوتکه نسکوره کړې ده.

د اسراییلو ایف‌-۳۵ جېټ‌الوتکې د نړۍ له پرمختللو جګړه‌ییزو الوتکو دي چې ایران وايي، په لومړي ځل دغه هېواد نسکورې کړې دي.

‌بل‌خوا د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې بېګاه شپه یې، د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي دي. دوی وايي، ۵۰ جېټ‌الوتکو په دې بریدونو کې برخه لرله.

ایران بیا له بېګاه شپې راهیسې د اسراییلو پر تل‌ابیب او حیفا ښار ګڼ‌ بریدونه کړي دي.

مطالب

ایران د اسراییلو اېف‌-۳۵
جېټ‌الوتکه ویشتلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ