اسلامي امارت د فلسطینیانو وژل او پر هغوی بمبار غندلی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، لا هم غزه کې سلګونه زره مسلمانان د اسرائیل تر یرغل، وحشت، سختې لوږې، تندې، ناروغیو او وحشیانه بمبارونو لاندې دي.
اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي امارت یوځل بیا د اسرائیل ظلمونه، په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او ورسره له مرستو څخه د لومې په ډول کار اخیستل بیا پر ښځو او ماشومانو بمبار کول او شهیدانول په کلکو ټکو غندي.
اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، مسلمانو هېوادونو او نورو لوریو غږ کوي چې هرڅه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسیدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی پایته ورسوي.
د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې: “له الله تعالی څخه غواړو چې هر څه ژر د غزې مسلمانان وژغوري او په اسراییل او د هغوی په ملاتړو داسې قهر او عذاب نازل کړي چې ټول انسانیت یې ننداره وکړي او عبرت ورڅخه واخلي.”