Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د شبرغان- مزار د ګازو لېږد پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي.
۲ حمل ۱۴۰۴

د شبرغان- مزار د ګازو لېږد پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د شبرغان- مزار د ګازو د لېږدولو پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د شبرغان- مزار د ګازو د لېږد پروژه چې د دغه وزارت له مهمو پروژو ګڼل کېږي، د رغنیزو چارو وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې او دا مهال پرې وروستۍ تخنیکي ازموینې ترسره کېږي. د دغه وزارت ویاند وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په بلخ کې د کیمیاوي سرې او ښیښې جوړولو فابریکې او دغه راز  د مزارشریف ښار اوسېدونکي له طبیعي ګازو ګټه واخلي. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دا نل لیکه چې ۹۴.۵ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو مخکې یې چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې وې.

مطالب

د شبرغان- مزار
د ګازو لېږد پروژې
چارې وروستي
پړاو ته رسېدلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ