Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د ۴۸ ساعتونو پرمهال ۳۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
۱۲ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې د ۴۸ ساعتونو پرمهال ۳۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.



د غزې حکومت د رسنیو دفتر وايي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د نن پنجشنبې سهار راهیسې، د غزې ښار پر بېلابېلو سیمو د بریدونو له امله ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

الجزیرې خبري شبکې غزه کې د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د غزې په سوېل کې د بې‌ځایه شویو پر پناه ځای د اسراییلو په برید کې دیارلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور بیا د غزې په لوېدیځ کې مړه او ټپیان شوي دي.

د غزې رسنیو دفتر وايي چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې اسراییلي ځواکونو د بې‌ځایه شویو پناه ځایونه او مرکزونه په نښه کړي دي. هداراز اسراییلو هغه کسان هم په نښه کړي چې د مرستو ترلاسه کولو په لټه کې وو.

د غزې مرکزونه او پناه ځایونه چې تر ډېره ښوونځي او عامه ځایونه دي، زرګونه ملکیان په‌کې مېشت دي چې د اسراییلو له لوري پرې وخت ناوخت بریدونه کېږي.

مطالب

غزه کې د ۴۸ ساعتونو پرمهال
۳۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ