لوګر: محمدآغه کې نږدې ۱۴سوه اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.
د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په محمدآغې ولسوالۍ کې یې نږدې ۱۴سوه اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ووېشلې.
د یاد ریاست وياند صبغت الله نائب خېل ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د دغه ریاست په همکارۍ توانیدلي چې د یادې ولسوالۍ په ۱۳۷۳ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشي.
نائب خېل زیاته کړې، په مرسته شویو خوراکي توکو کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، یوه بوشکه ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلو دال او یو پاکټ مالګه شامل دي.
دا په داسې حال ده چې څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې پر څه د پاسه ۲ زره اړمنو کورنیو د نقدو پیسو مرستې ووېشل شوې.
زینت راډیو – لوګر.