Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ریل پټلۍ؛ ازبیکستان او پاکستان له افغانستان سره درې اړخیزه کمېټه جوړوي.
۹ حوت ۱۴۰۳

ریل پټلۍ؛ ازبیکستان او پاکستان له افغانستان سره درې اړخیزه کمېټه جوړوي.

ازبیکستان او پاکستان داسې یوه هوکړه کړې، چې له افغانستان سره به یوه ګډه درې اړخیزه کمېټه جوړوي؛ تر څو د دریو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ غځولو د وړاندېز شوې پروژې ستونزې حل کړي. د ازبیکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په تاشکند کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په کتنه کې په دې اړه مالومات ورکړي او د ۳ هېوادونو د دغې نښلوونکې پروژې د تطبیق لپاره یې په ګډو هڅو ټېنګار کړی دی. ازبیکستان، پاکستان او افغانستان د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په میاشت کې د ۵۷۳ کیلو میتر په اندازې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو یو تړون لاسلیک کړ، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي. د اټکل له مخې د سیمه ایز اقتصادي پیوستون په دغې پروژې باندې ۴.۸ میلیارډ ډالر لګښت راځي.

مطالب

ریل پټلۍ
ازبیکستان او پاکستان
له افغانستان سره درې اړخیزه کمېټه جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ