ترکي رسنۍ وایي، چې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پولیسو د افغانانو په ګډون ۳۲ کډوال نیولي دي.
سرچینې ویلي، چې له سیواس ښار څخه شپږ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو عملیاتو په پایله کې درې انساني قاچاقبر هم نیول شوي دي.
ترکي پولیسو زیاته کړې چې دا کسان له قانوني پړاو تېرولو وروسته د پناه غوښتونکو د ایستلو مرکز ته استول شوي دي.
څه موده وړاندې هم د ترکیې ساحلي ګارد اروپا ته پر لاره ۳۶ افغان پناه غوښتونکي نیولي وو.