Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې ۶ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
۹ ثور ۱۴۰۴

هلمند کې ۶ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د هلمند ولایت په ۲ ولسوالیو کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ۶ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

 د هلمند د عامې روغتیا رئیس مولوي فضلي احمد شفیع الله او مل پلاوي له لوري، د دغه ولایت په سنګین او کجکي ولسوالیو کې د ٣٦ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د مور او ماشوم روغتیا شپږ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د هلمند د عامې روغتیا رئیس، د یادو روغتیایي مرکزونو د پرانیستلو پر مهال ویلي چې دغه روغتیایي مرکزونه په معیاري ډول جوړې شوې چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې به غوره او معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

مطالب

هلمند کې ۶ روغتیایي
مرکزونه جوړ شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ