Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قزاقستان هرات کې ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړوي.
۴ ثور ۱۴۰۴

قزاقستان هرات کې ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړوي.



د ټولګټو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارين سره کتلي.

دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي، لوجستيکي همکاریو پر پراختیا، اوسپنې پټلۍ جوړونې او يو شمېر نورو  موضوعاتو خبرې شوې دي.

ښاغلي ثاني ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له قزاقستان سره په اقتصادي، سوداګرۍ او ټرانسپورټي برخو کې د اړيکو پراختیا ته لېواله دی.

ورته مهال ښاغلي ژومانګارين ویلي، قزاقستان غواړي تورغونډۍ -هرات پر اوسپنې پټلۍ د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي او هرات کې معياري ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړ کړي.

مطالب

قزاقستان هرات کې
ټرانسپورټي او
لوجستيکي مرکز جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ