Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې پر ۲۵۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړېږي.
۲۲ حوت ۱۴۰۳

لغمان کې پر ۲۵۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړېږي.

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولینو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز مهترلام، قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۵۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړېږي. مسوولین وایي په یاده ځمکه به ۲۵ زره د زیتونه نیالګي کېنول شي. د مسوولینو په خبره دغه باغونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د لغمان ولایت د ژوند چاپیریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د (جیف سیون) پروژې د ۷۵ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړېږي، چې له سلو زیاتو کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي. د یاد ریاست مسولین زیاتوي، چې یادو باغونو ته د نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوې او ډېر ژر به یې د کینولو لړۍ هم پیل شي.

مطالب

لغمان کې
۲۵۰ هکټاره ځمکه
د زیتونو بڼونه جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ