Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار؛ د ایران کونسلګري د ورځې ۵۰۰ کسانو ته وېزې ورکوي.
۲۲ حوت ۱۴۰۳

ننګرهار؛ د ایران کونسلګري د ورځې ۵۰۰ کسانو ته وېزې ورکوي.

په ننګرهار ولایت کې د ایران جنرال کونسل بهرام جمالي ويلي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ ۵۰۰ کسانو ته د سیاحت وېزې ورکوي. هغه ویلي، چې د افغانستان له ختیځو ولایتونو سره د اداري اړیکو ټينګول او پراخول یې لومړیتوب دی. ایراني رسنیو راپور ور کړی، چې په ننګرهار کې د ایران کوسنلګرۍ د وېزو په ورکولو کې اسانتياوې رامنځته کړې دي. ایسنا خبري اژانس په جلال اباد کې د ایران د کونسل بهرام جمالي له قوله ویلي، چې د قانوني مراحلو له طي کولو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې وېزې ورکول کيږي. په ایران کې د افغان کډوالو اوسېدل په ځینو شرایطو کې ممکن دي، خو دغه موضوع تل په دغه هېواد کې له پراخو مخالفتونو او غبرګونونو سره مخ شوې ده. ایران پر افغان کډوالو سخت بندیزونه لګولي او له تېرو څو مياشتو څخه يې کډوالو ته یو ځل بیا له دغه هېواده د وتلو خبرداری ورکړی دی.

مطالب

ننګرهار
د ایران کونسلګري
د ورځې ۵۰۰ کسانو ته
وېزې ورکوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ