Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عباس عراقچي د روسیې له ولسمشر سره کتلي دي.
۲۹ حمل ۱۴۰۴

عباس عراقچي د روسیې له ولسمشر سره کتلي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، عباس عراقچي د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې کتلي دي.

 په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې د روان وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.

 اعلامیې زیاته کړې چې دواړو لورو په سیمه کې د شتو ګواښونو او له اوکراین سره د روانې جګړې په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.

مطالب

عباس عراقچي
د روسیې له ولسمشر
سره کتلي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ