Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې مرګوني بریدونه؛ اسراییلو یوازې نن ۱۶ فلسطینیان وژلي.
۴ حمل ۱۴۰۴

پر غزې مرګوني بریدونه؛ اسراییلو یوازې نن ۱۶ فلسطینیان وژلي.



له نن سهار راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۶ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بریدونه ساعت وروسته له هغې کېږي چې اسراییلي جېټ‌الوتکو پر نصیر روغتون برید وکړ او د حماس د یوه سیاسي مشر په ګډون په‌کې دوه کسان ووژل شول.

د حماس مشر اسماعیل برهوم په دغه برید کې ژوند له لاسه ورکړی. له دې وړاندې تېره ورځ د اسراییلو په یوه بل برید کې هم د حماس یوه سیاسي مشر ژوند بایللی و.

له دې سربېره د غزې په بېلابېلو سیمو کې میلیونونه کسان له لوږې سره مخ دي او د بشري مرستو لېږد هم د اسراییلو بریدونو له کبله له خنډ سره مخ شوی دی.

له مرستو بار ولاړو لاریو ته تر ډېره د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي او له غزې بهر ولاړې دي.

همداراز د غزې اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو سربېره، د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې دې چارې د زرګونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

بل‌خوا اسراییلي جېټ‌الوتکې د بې‌ځایه شویو د اوسېدو ځایونو سربېره، روغتونونه او د عامه خدمتونو وړاندې کولو مرکزونه وران کړي او هغه چې پاتې، خدمتونه یې، په نشت حساب دي.

مطالب

پر غزې مرګوني بریدونه
اسراییلو یوازې
نن ۱۶ فلسطینیان وژلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ