Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېره میاشت نږدې ۶۰۰ زره برېښنايي پېژندپانې وېشل شوي.
۱۰ جوزا ۱۴۰۴

تېره میاشت نږدې ۶۰۰ زره برېښنايي پېژندپانې وېشل شوي.

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمريز کال په لومړيو دوو میاشتو کې د هېواد په کچه د نږدې ۶۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی. 

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو وېش‌ څانګو او آسان خدمت مرکزونو له لارې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۵۷۴ زره او ۹۱۲ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې، چې له دې ډلې یې ۲۰ زره ۱۱۵ کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه دي. 

د دغې ادارې پر ټویټر پاڼې راغلي چې ډېری پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو له لارې وېشل شوي دي.

مطالب

تېره میاشت نږدې
۶۰۰ زره برېښنايي
پېژندپانې وېشل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

تېره میاشت نږدې ۶۰۰ زره برېښنايي پېژندپانې وېشل شوي.