Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست له هوایي ډګر څخه کويټ ته الوتنې پيلیږي.
۲۰ سرطان ۱۴۰۴

د خوست له هوایي ډګر څخه کويټ ته الوتنې پيلیږي.



د خوست چارواکو ویلي چې د روانې جولای میاشتې په ۲۳ مه نېټه به د خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د کام‌ایر هوایي شرکت کویټ هېواد ته الوتنې پیل کړي.

د خوست ولايت مقام نن (جمعه، سرطان ۲۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه الوتنې به هره چهارشنبه له خوست څخه کویټ او له کویټ څخه خوست ته ترسره کیږي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د خوست هوايي ډګر څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته الوتنې ترسره کېدې.

د خوست اوسېدونکي او یو‌شمېر مسافر د دغه ولایت له هوايي ډګره کویټ ته د الوتنو له پیل خوښي څرګندوي او وايي، د الوتنو دغه لړۍ دې نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.

مطالب

د خوست له هوایي ډګر
کويټ ته الوتنې پيلیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ