Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل ښاروالۍ، دکابل ښار لپاره ۱۲۰ پروژې ډيزاین کړې دي.
۶ حمل ۱۴۰۴

کابل ښاروالۍ، دکابل ښار لپاره ۱۲۰ پروژې ډيزاین کړې دي.

کابل ښاروالۍ وايي، د روان ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د متوازن انکشاف په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۰ مهمې، اساسي او اړینې پراختیایي پروژې یې پلان ته شاملې کړې دي. یاده حکومتي اداره زیاتوي، دغه پروژې به د سرپرست حکومت د مشرتابه له تایید وروسته عملا پیل شي. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې دغو پروژو کې د سړک جوړونې ۶۷، هوایي پلونو ۴، د پارکونو او زرغونتیا ۱۳، سطحې اوبو مدیریت ۱۰، د ترافیکي او ټرانسپورټي چارو ښه والي یوه، د تنظیفاتي چارو ښه والي ۵، د اداري او سوداګریزو ودانیو جوړولو ۷ او د کلتوري او ورزشي چارو ۷ او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي. د دغو پروژو لګښت د کابل ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.

مطالب

کابل ښاروالۍ
دکابل ښار لپاره
۱۲۰ پروژې
ډيزاین کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ