Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې له سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره مرستې وشوې.
۲۲ سرطان ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې له سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره مرستې وشوې.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې پر ۳۴ سېلاب‌ځپلیو کورنیو بېړنې مرستې ووېشل شوې.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي رسنیو ته وویل، د طبیعي پېښو پرضد مبارزې وزارت له لوري د چک ولسوالي په لسګونه سېلاب‌ځپلیو کورنیو دوه موټره خوراکي او غیرخوراکي توکې ووېشل شول.

جلالي زیاته کړه، هرې سېلاب‌ځپلې کورنۍ باندې دوه بوجۍ غنم، یوه بوجۍ ورېځې، اشپزي کېټ، ماشومانو جامې او د روغتیا کېټ وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، شوې مرسته سېلاب‌ځپلیو کورنیو ته بسنه نه‌کوي او اړتیا ده چې کورني او نړیوال بنسټونه پاتې ولسوالیو کې هم د وروستیو سېلابونو له امله په زیانمنو شویو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان، طبیعي پېښو پرضد مبارزې وزارت او افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په چک، نرخ، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د ورستیو سېلابونو له امله په زیانمنو شویو کورنیو ورته مرستې وېشل شوې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې له سېلاب‌ځپلیو
کورنیو سره مرستې وشوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ