د پاکستان له بند خونو ۶۹ افغان کډوال خوشې شول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۶۹ تنه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له بنده خوشې او پرون هېواد ته راستانه شول. یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د پاکستان له بېلا بېلو سیمو څخه نیول شوي وو. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او زورولو پېښې ډيرې شوې دي.