Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات؛ ګذرې ولسوالۍ کې د شکورخانې سړک د پخولو چارې پیل شوې.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

هرات؛ ګذرې ولسوالۍ کې د شکورخانې سړک د پخولو چارې پیل شوې.

د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ۷.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د شکورخانې سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

 د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ ښاروال مفتي جمال‌الدین مسرور رسنیو ته ویلي، چې دغه سړک ۴۲۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري او د ښاروالۍ له پراختیایي بوديجې څخه تمویلېږي. 

هغه ویلي، چې د دې پروژې ترڅنګ د سړک اړوند کانالونو او پُلچکونو د جوړولو چارې هم روانې دي، چې د ۲ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

مطالب

هرات؛ ګذرې ولسوالۍ کې
د شکورخانې سړک
د پخولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ