د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې درې پلونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پلونه د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ په یادو ولسوالیو کې د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې دغه لار چې بدخشان له پنجشېر سره نښلوي د یادو پلونو پر جوړېدو سره یې د ۹ ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې حل شوې دي.