Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان ECC‌ کارټ‌لرونکي افغان کډوال باسي؛ کډوالو وزارت: چمتووالی مو نیولی.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

پاکستان ECC‌ کارټ‌لرونکي افغان کډوال باسي؛ کډوالو وزارت: چمتووالی مو نیولی.

د پاکستان یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د سرپرست حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې پاکستان کې دې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې له دغه هېواده به د (ECC) کارټ‌لرونکي، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به په زوره افغانستان ته ستانه کړل شي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او غوښتنه لري چې افغان کډوال دې په زور نه‌باسي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني رسنیو ته وویل چې د وزارت چارواکو په دې اړه له ایراني او پاکستاني چارواکو سره غونډې کړي، خو په وینا یې، سره له دې، پاکستان پرېکړه کړې چې افغان کډوال به وباسي.

حقاني ټینګار کوي چې وزارت د راستنېدونکو افغانانو د ځای پرځای کولو لپاره بشپړ چمتو دی او هغوی ته هرکلی کوي.

هغه وویل: «ا.ا له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري. پاکستاني لوري سره مو وخت ناوخت ناستې درلودې، اوس غواړي چې په یوه اړخیزه پرېکړه کډوال وباسي، موږ دلته د هغوی هرکلي لپاره چمتووالی لرو او هر څومره افغانان چې وطن ته راشي، رسدنه به ورته وشي.»


پاکستان د ECC کارت‌لرونکو ته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی چې له هغه هېواده ووځي. پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰زره  افغان کډوال دا کارت لري او د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.

افغان کډوال عبدالله محمدي وايي چې په دې وروستیو اوونیو کې پاکستان پر افغان کډوالو پراخ محدودیتونه لګولي او له امله یې دوی زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه افغانستان ته د اجباري راستنیدو په اړه اندیښنه څرګندوي او وايي چې پاکستاني پولیس د کډوالو په کورونو چاپې وهي، د استوګنې اسناد ګوري او ځینې نیسي.

نوموړي وویل: «له بده‌مرغه چې دې وروستیو کې پاکستان محدودیتونه لګولي او ستونزو کې یوو. پاکستاني پولیس د کډوالو پر کورونو چاپه اچوي او بندیانوي یې او ورځې چې نیسي، هغه هم له ځان سره بیايي، ناسم وضعیت کې یوو.»

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پیل شوه چې تر اوسه  له ۸۰۰زره  څخه ډېر افغانان له هغه هېواد څخه ایستل شوي دي.

له دې ټولو سره د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د یکشنبې په ورځ له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو د سمدستي او جبري اخراج څخه ډډه وکړي.

مطالب

پاکستان ECC‌ کارټ‌لرونکي
افغان کډوال باسي
کډوالو وزارت

دا خبر نورو سره شریک کړئ