Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مجاهد: د جوماتونو لپاره د برېښنا لګښتونه معاف شول.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

مجاهد: د جوماتونو لپاره د برېښنا لګښتونه معاف شول.

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د جوماتونو لپاره د برېښنا لګښتونه معاف شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي:
((د مساجدو د برېښنا د مصارفو د معافیت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې، د مسجدونو د برق لښګتونه معاف دي)).

حکم کې راغلي چې اړوند دولتي ادارې دې په راتلونکي کې د یادو لګښتونو د تادیې غوښتنه نه کوي.

د حکم له مخې، دقیقه څارنه دې کېږي څو د جوماتونو برېښنا په نورو ځایونو کې استعمال نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې له جوماتونو هم د برېښنا د لګښت پیسې اخیستل کېدې.

مطالب

د جوماتونو لپاره
د برېښنا لګښتونه
معاف شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ