په هرات ولایت کې د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۴ او ۵ مه ناحیه کې یې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل کړې دي.
د هرات ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په ۴ مه او ۵ مه ناحیه کې له فلکه بکرآباد سړک څخه تر بهارستان سړک پورې د یادې ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د هغه په خبره، دغه سړک ۷.۲ کیلو متره اوږدوالی او ۱۰.۵ متره سور لري، چې د جوړېدو چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.