Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا او ایران تر منځ پنځم پړاو خبرې پای‌ته ورسېدې.
۳ جوزا ۱۴۰۴

د امریکا او ایران تر منځ پنځم پړاو خبرې پای‌ته ورسېدې.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې په اړه د خبرو پنځم پړاو پرون پای ته ورسېد. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه خبرې چې د ایران د اټومي پروګرام د شخړو د حل په موخه پیل شوې وې، تر دې دمه پکې محدود پرمختګ شوی دی.

 رویټرز د یوې باوري سرچینې په حواله ویلي، که څه هم د راتلونکو خبرو کره نېټه او ځای لا نه دی روښانه، خو تمه ده چې خبرې به دوام ومومي. تر اوسه امریکایي پلاوي په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

مطالب

د امریکا او ایران تر منځ پنځم
پړاو خبرې پای‌ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ