Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې بریدونه؛ شاوخوا ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۲۰ حمل ۱۴۰۴

پر غزې بریدونه؛ شاوخوا ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.



غزه کې د اسراییلو د مرګونو بریدونو پر دوام، په شویو تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغو کسانو د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په ورته مهال د بې‌پولې ډاکټرانو بنسټ وايي چې المواسي سیمه کې د دوی  کلینیک ته نږدې اسراییلو بمباري کړې.

همداراز یوشمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسراییلو په خان یونس کې د ملګروملتونو د خوړو وېش مرکز په نښه کړی دی. دې مرکز به هره ورځ غزه کې فلسطینیانو ته خواړه وېشل.

د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو بریدونو راهیسې غزه کې مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۱زره ته رسېدلی دی. څه باندې ۱۰۰زره کسان ټپیان شوي او زرګونه نور بیا له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، څه باندې ۶۱۷۰۰ کسان د ویجاړو شویو ودانیو، خاورو او ډبرو لاندې ورک دي.

مطالب

پر غزې بریدونه
شاوخوا ۲۶ کسانو
خپل ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ