Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د «لډو لوبې» پرسر شخړې له امله یو ځوان وژل شوی.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

ننګرهار کې د «لډو لوبې» پرسر شخړې له امله یو ځوان وژل شوی.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «لډو لوبې» پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوی په وینا، پېښه د کامې ولسوالي اړوند د قلعه‌اخند سیمې کې د دوو کلیوالو تر منځ د لډو لوبې پر سر رامنځته شوې وه.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې له لفظي شخړې وروسته، فزیکي نښته شوې چې پرمهال یې، یو ځوان وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حماد وایي چې په یاده پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان، د لوبې پرمهال  لفظي شخړه په فزیکي شخړه بدله شوې چې متقابل لوري په سر باندې په لرګي وهلی او له سختو ټپونو وروسته نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د حماد د معلوماتو له مخې، قاتل نیول شوی چې له بشپړو پلټنو وروسته به قضیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


مطالب

ننګرهار کې د «لډو لوبې» پرسر شخړې
له امله یو ځوان وژل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ