Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران ۲۱۱ نور افغان بندیان سرپرست حکومت ته وسپارل.
۱ حمل ۱۴۰۴

ایران ۲۱۱ نور افغان بندیان سرپرست حکومت ته وسپارل.



ایران ۲۱۱ افغان بندیان، چې دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د نیمروز د ابریشم پولې له لارې سرپرست حکومت ته سپارلي دي. د نیمروز ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان به د بند مودې د تېرولو په موخه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي. د تېرې سې شنبې په ورځ هم ۱۴۹ افغان بندیان له ایرانه هېواد ته را اړول شوي وو.

مطالب

ایران ۲۱۱ نور افغان
بندیان سرپرست
حکومت ته وسپارل

دا خبر نورو سره شریک کړئ