Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییلو پر لبنان د ډرون بریدونه کړي.
۱۵ سرطان ۱۴۰۴

اسراییلو پر لبنان د ډرون بریدونه کړي.


د لبنان روغتیا وزارت چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو په ډرون بریدونو کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپیان دي.

بریدونه د یاد هېواد په شبعا او بنت‌جبیل سیمه کې شوي چې د یاد هېواد په سوېل او سوېل‌ختیځ کې موقعیت لري.

په ورته مهال د لبنان ملي اژانس هم اعلان کړی چې شبعا کې پر یوه کور د اسراییلو ډرون برید کې یوشمېر کسان ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د اسراییلو پوځ شنبه، جولای پنځمه اعلان کړی چې لبنان کې د حزب‌‌الله ډلې څلور غړي یې، په نښه کړي دي.

اسراییل داسې مهال دغه بریدونه کوي چې له حزب‌الله سره په نوامبر کې تر اوربند وروسته اسراییلو د لبنان په سوېل‌، ختیځ او د بیروت سوېل اړوند سیمو کې  خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

اسراییل لاهم د لبنان په بېلابېلو سیمو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

مطالب

اسراییلو پر لبنان
د ډرون بریدونه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ