Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ نن پر کاناډا او مکسیکو د تعرفې پلي‌کول پیلوي.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

ټرمپ نن پر کاناډا او مکسیکو د تعرفې پلي‌کول پیلوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې نن سه‌شنبه، مارچ څلورمه به پر کاناډا او مکسیکو ۲۵سلنه تعرفې پلي‌کول پیل کړي.

ټرمپ پرون دوشنبه، دې ته په اشارې چې د دوو سوداګریزو متحدانو سره د مذاکرې  فرصتونه شتون نه‌لري، وویل: «هر څه وروستي شول، دا تعرفې به له سبا پلې شي.»

د ډونالډ ټرمپ دې پرېکړې د دواړو سوداګریزو ملګرو ترمنځ په وروستۍ شېبه کې د هوکړې او تجاري جګړې د مخنیوي لپاره هیلې هم له‌منځه وړې دي.

د امریکا ولسمشر د روان کال د فبرورۍ په لومړیو کې د کاناډا او مکسیکو ترڅنګ د ځینو هېوادونو پر سوداګریزو توکو ۲۵سلنه تعرفې ولګولې.

که څه هم اعلان شوې تعرفې نږدې یوه میاشت وځنډول شوې او مکسیکو او کاناډا ته یې، دا فرصت ورکړ چې له امریکا سره په پوله کې خپلې شته ستونزې هوارې کړي، خو نوموړي اوس تایید کړه چې تعرفې سر له نن څخه پلې کېږي.

ټرمپ د دې پرېکړې لامل د کاناډا او مکسیکو له لارې امریکا ته د نشه‌يي توکو لېږد ښودلی دی.

له دې سربېره نن به د چین پر سوداګریزو توکو هم لس سلنه تعرفې پلي‌کول پیل شي.

مطالب

ټرمپ
کاناډا او مکسیکو
تعرفې پلي‌کول پیلوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ