Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هیواد په ۸ ولایتونو کې نن د ورښت اټکل شوی.
۹ سرطان ۱۴۰۴

د هیواد په ۸ ولایتونو کې نن د ورښت اټکل شوی.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست نن دوشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولايتونو کې د تېز باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

 بلخوا له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې په هیواد کې وروستیو ورښتونو په ۱۰ ولایتونو کې ځالي او مالي زیانونه اړولي دي.

 یادې ادارې زیاته کړې، چې د سېلابونو د راوتو له امله ۵ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان دي.

مطالب

د هیواد په ۸ ولایتونو کې
نن د ورښت اټکل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ