Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل هوايي ډګر کې ۴ چینايي وګړي نیول شوي.
۸ حمل ۱۴۰۴

کابل هوايي ډګر کې ۴ چینايي وګړي نیول شوي.



د افغانستان د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو له لوري څلور چینايي وګړي له کابل څخه چین ته د سرو زرو د قاچاق په تړاو نیول شوي.

د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست ویاند عابدالله فاروقي په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغو کسانو غوښتل ۶۷۸ ګرامه خام سره‌زر د کابل هوایي ډګر له لارې چین ته قاچاق کړي.

دغه کسان داسې حال کې د اسلامي امارت امنیتي منسوبینو لخوا د کابل هوایي ډګر کې نیول شوي چې تر دې وړاندې د سرحدي پولیسو قومندانۍ په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په هوایي ډګرونو او بندرونو کې د ۳۵۱ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی وو.

مطالب

کابل هوايي ډګر کې
۴ چینايي وګړي نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ