Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې هره ورځ ۱۰۰ ماشومان مړه او ټپیانېږي.
۱۶ حمل ۱۴۰۴

غزه کې هره ورځ ۱۰۰ ماشومان مړه او ټپیانېږي.

د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو د مرستو اداره «انرا» وايي چې هره ورځ په غزه کې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د اسراییلو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیانېږي.

د یادې ادارې په وینا، دغه شمېر ماشومانو د اسراییلو د تازه بریدونو له امله هره ورځ مړه او ټپیانېږي.

اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه په یوه اړخیزه توګه له حماس سره شوی اوربند مات کړ او غزه کې یې، د بریدونو نوې څپه پیل کړه.

همداراز نړیوالو بنسټونو له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی چې غزه کې زرګونه ماشومان د خوړو کمښت او نشتون له امله د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو د مرستو ادارې د معلوماتو له مخې، د غزې ۵۱سلنه نفوس ماشومان جوړوي او روانه جګړه کې تر ډېره اغېزمن دي.

په روانه جګړه کې ماشومان په وار وار بې‌ځایه شوي او هغه چې ټپیان دي، په سمه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

مطالب

غزه کې هره ورځ
۱۰۰ ماشومان مړه او ټپیانېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ