Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې د برف‌کوچ له امله دوه کسان مړه شوي.
۹ حوت ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې د برف‌کوچ له امله دوه کسان مړه شوي.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالیو کې د برف‌کوچ له امله دوه کسان مړه شوې دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي رسنیو ته وویل، دغه پېښه د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په «کوه برون حوزه» کې رامنځته شوې ده.

د یاد برف کوچ له امله رسول خان او عزیز الله په نوم دوه کسان چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي مړه شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د عزیز‌الله په نوم کس مړی موندل شوی او د رسول‌خان په نوم کس مړی تراوسه نه‌دی موندل شوی او هڅې پيل شوې چې د نوموړي جسد هم پیدا شي.

جلالي زیاته کړه، همدا تېره شپه د مرکز میدانښار اړوند په «ابراهیم خېل» سیمه کې د واورې اورښت له امله دوه کورونه نړیدلي دي او یادو کورنیو ته يې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د واورې اورښت، برف کوچونو او سېلابونو له امله د هیواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
د برف‌کوچ له امله
دوه کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ