Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

الکساندر لوکاشینکو د بېلاروس ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
۸ دلو ۱۴۰۳

الکساندر لوکاشینکو د بېلاروس ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

د روسیې ملاتړی او د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو د یاد هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی اعلان شوی دی.

دغه ټاکنې چې د لوېدیځو هېوادونو له لوري له شرمه ډکې بلل شوي، لوکاشینکو په‌کې په غوڅ اکثریت له نورو څلورو نوماندانو مخکې دی.

د بېلارسو د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو پر بنسټ، الکساندر لوکاشینکو ۸۶.۸سلنه رایې خپلې کړې دي.

الکساندر لوکاشینکو له تېرو ۳۱ کلونو راهیسې د بېلاروس ولسمشر دی.

اروپايي هېوادونو دغه ټاکنې ناعادلانه بللي، ځکه په وینا یې، خپلواکې رسنۍ تړل شوي او د اوسني حکومت مخالفې څېرې په بند او یا هم وتلو ته اړ شوي دي.

لوکاشینکو د خپلې واکمنۍ پرمهال پر دې بریالی شوی چې روسیې ته ځان نږدې کړي او له روسیې د نفتو او پورونو ترلاسه کولو پرمټ، لاسته‌راوړنې ولري.

له پوتین سره د لوکاشینکو نږدې‌ ملګرتیا وروسته له هغې، د پام وړ شوه چې روسیې تر ډېره د یاد هېواد له خاورې پر اوکراین برید وکړ. روسیې همداراز دغه هېواد کې توغندي هم ځای پر ځای کړي دي.

مطالب

الکساندر لوکاشینکو
د بېلاروس ولسمشر

دا خبر نورو سره شریک کړئ