Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې نن ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۱۴ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې نن ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.



روغتیايي چارواکي وايي چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو بریدونو پرمهال له بېګاه شپې ناوخته راهیسې ترې مهاله ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، جولای پنځمه خبر ورکړی چې دغه کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې ژوند له لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

د خبر له مخې، اسراییلو یوخل بیا هغه کسان په نښه کړي چې د مرستو ترلاسه کول لپاره د مرستو وېش مرکز مخې‌ته ولاړ وو.

غزه کې د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې تر دې مهاله ۵۷۲۶۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۳۵زره کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال زرګونه کورنۍ د روانې جګړې له کبله له خپلو کورونو او سیمو بې‌ځایه شوي او د بریدونو له ګواښ سره مخ دي. غزه کې ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ ښوونځیو، روغتونونو او نورو عامه ځایونو کې مېشت دي.

مطالب

غزه کې نن ۲۹ کسانو
خپل ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ