Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سالنګ لاره د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

سالنګ لاره د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه.

ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو پر لویه لار د دغه وزارت تر دویمې خبرتیا پورې هر ډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړ شوه.

 د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، مسافر وړونکي موټرې به اوس هم پر اصلي مسیر نه ځي او پر فرعي لار به تګ راتګ کوي.

 هغه وايي، د ټولګټو وزارت له یوه لوري پر دغه لار کار کوي او له بل لوري غواړي چې سوداګرو ته لا اسانتیاوې برابرې کړي. 

د سالنګونو اصلي مسیر د روان کال د غبرګولي په ۲۰مه د جوړولو په موخه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل شوی و.

مطالب

سالنګ لاره د باروړونکو موټرو
پرمخ بېرته پرانیستل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ