لوګر کې د ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د دریو پروژو چارې پیل شوې.
لوګر د لوړو زدهکړو مؤسسې مسوولان وایي، د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د دریو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د لوړو زدهکړو مؤسسې مطبوعاتي مسؤل محمد نسیم ریحان رسنیو ته وویل، دغو پروژو کې د لوګر لوړو زدهکړو مؤسسې د لېلې ودانۍ بیارغول، د لېلې خوړنځای او ګدام جوړول شاملیږي چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه چې دامهال د لوګر د لوړو زدهکړو مؤسسې کارکوونکي او محصلان له ستونزو سره مخ دي چې د یادو پروژو له بشپړیدو سره به ذکر شوې ادارې کارکوونکو او زدهکړیالانو ستونزې هوارې او پراخې اسانتیاوې به رامنځته شي.
هېره دې نه وي چې دامهال د لوګر لوړو زدهکړو مؤسسې په څلورو پوهنځیو کې ۱۲۰۰ محصلان په زدهکړو بوخت دي.