Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې ۲۸۰ ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو پرګرام پيل شو.
۲۶ حمل ۱۴۰۴

پکتيا کې ۲۸۰ ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو پرګرام پيل شو.



د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولان وايي، نن (سه‌شنبه، وري ۲۶) یې دغه ولایت کې ۲۸۰ ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو ۶ مياشتنی پرګرام پیل کړ.

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رییس محمد رحيم نصرت د دغه پرګرام د پيل مراسمو کې وويل، ياد شمېر اوزګاره ځوانانو ته په څلورو برخو د موبايل ترميم، برښنا څانګه، موټرسايکل او خياطۍ کې به عملي او نظري زده‌کړې ورکړل شي.

د نصرت په خبره، پنځمه برخه د پکتيا مرکزي زندان کې د زندانيانو لپاره د نجاري برخه ده چې هغوی ته به حرفوي زده‌کړې ورکړي.

هغه دغه‌راز وویل چې له ګاونډيو هېوادونو تازه راستنو شويو ځوانانو ته به هم د خپل وس مطابق د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړي.

ورته وخت کې د حرفوي زده‌کړو پرګرام ته تازه جذب شوي ځوانان هم د ياد پرګرام په پيل خوښي څرګندوي.

د حرفوي زده‌کړو پرګرام يو تن ګډونوال ثناالله وويل چې حرفوي زده‌کړې په ټولنه کې د اوزګاره ځوانانو ته د کاري زمينه برابريدو په برخه کې مهمې دي.

هغه وويل، د يادو زده‌کړو په ترلاسه کېدو سره به ډېری ځوانان له نشه‌‌يي توکو، بهر ته له قاچاقي تګ او نورو ناوړه کارونو راوګرځي او د يو کسب له زده‌کړې وروسته به کورنيو ته نفقه برابروي.

هغه له مسولانو غوښتنه وکړه چې له زده‌کړو وروسته دې ورسره د اړوند کاري وسائلو او کار برابريدو په برخه کې مرسته وکړي.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو رياست څخه ۲۲۰ ځوانانو له حرفوي زده‌‌کړو فارغ شوي وو.

مطالب

پکتيا کې ۲۸۰ ځوانانو ته
د حرفوي زده‌کړو پرګرام پيل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ