پروان کې ټرافیکي پېښه کې د اسلامي امارت ۸ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.
ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د شینواري ولسوالي «دره قولهیر» سیمه کې یو رنجر موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شی چې ۲ نظامیانو په کې ژوند بایللی او ۶ نور ژوبل دي.
د پروان د دویمې پلي لوا مطبوعاتي مسوول یاسر عمر نن دوشنبه رسنیو ته وویل، دغه رنجر موټر ګزمه کوله چې سړک څخه اوښتی دی.
ویل شوي چې مړو کې یو ملکي او بل نظامي دی او ټپیان بیا ټول نظامیان دي.
د سړک خرابوالی د پېښې رامنځ ته کېدو لامل بلل شوی او ژوبل کسان هم د درملې لپاره د کابل ۴۰۰بستریز روغتون ته وړل شوي دي.
«قولهیر» د پروان د شینواري ولسوالي له صعبالعبور سیمو څخه شمېرل کیږي.