Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غزې جګړې بندېدو په اړه مصر نوې طرحه جوړه کړې ده.
۴ حمل ۱۴۰۴

د غزې جګړې بندېدو په اړه مصر نوې طرحه جوړه کړې ده.

اسراییلي رسنیو ادعا کړې، چې مصر د غزې د جګړې د بندیدو او د اسراییلي اسیرانو د ازادۍ لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده. د دې طرحې له مخې، حما.س به پنځه اسراییلي اسیران، چې یو یې د امریکا تبعه دی، خوشې کړي او ورپسې به د اسراییلو نظامي عملیات ودرول شي. د اسراییلو کان ټلویزیون ویلي، چې حما.س د اسیرانو د ازادۍ لپاره تیاری ښودلی، خو فلسطیني مقاومت لا دغه موضوع نه ده تایید کړې.

مطالب

د غزې جګړې
بندېدو په اړه
مصر نوې طرحه
جوړه کړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ