کابل ښاروالي؛ ۲.۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره توکي راټول کړي دي.
کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل ښار اړوند ۱۵مې ناحیې له
بازارونو څخه یې ۲.۵ټنه بې کیفیته توکي راټول کړي دي. سرچینې د یوې خبرپاڼې
په خپرولو سره ویلي چې ۱۵ ناحیې د مسوولینو له لوري له بازارونو څخه د
څارنو په لړ کې ۲زره ۵۰۰کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي
چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه
ټاکلي ځای ته لېږدول شوي دي. په خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د مسوول له قوله
ویل شوي، چې په دې توکو کې شیدې، ملايي، مکروني، بیسکویت، د لوبیا او نخودو
کنسرو، د مینځلو او څښاک توکي شامل دي.