Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غلام خان بندر؛ پاکستان ته یو ټېلر بې کیفیته کچالو بیرته ور مسترد شوي.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

غلام خان بندر؛ پاکستان ته یو ټېلر بې کیفیته کچالو بیرته ور مسترد شوي.

په خوست ولایت کې د غلام خان بندر مسوولینو ویلي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی یې کړی او بیرته یې یاد هېواد ته مسترد کړي دي. د یاد بندر مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دغه یو ټېلر بې کېفیته کچالو، چې د پاکستان له لوري افغانستان ته واردېدل د غلام خان بندر د نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو له لوري له دقیقې معاینې او چک وروسته بېرته یاد هېواد مسترد کړل شوي دي. د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي چې له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو د واردولو هیله لرو، تر څو هېوادوال مو د صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.دیادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد بندر مسوولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټیلر بې کېفیته جوارو د واردېدو مخنیوی کړی و.

مطالب

غلام خان بندر؛ پاکستان ته
یو ټېلر بې کیفیته
کچالو بیرته ور مسترد شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ