Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تاجکستاني چارواکو له توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر تړاو خبرې کړې.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

تاجکستاني چارواکو له توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر تړاو خبرې کړې.

د تاجکستان د بهرنیوچارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د روانو پرمختګونو او د ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې. سرچینې زیاته کړې، چې د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکې د دې خبرو نور موضوعات وو. تاجکستان په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیاواکمنېدو وروسته د سیمې هغه هېواد دی چې له سرپرست حکومت سره یې نژدې اړیکي نه دي ټينګ کړي.

مطالب

تاجکستاني چارواکو
له توماس نیکلاسن سره
د افغانستان پر تړاو خبرې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ