Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غزني اوسېدونکي په شخصي لګښت ښوونځی جوړوي.
۵ ثور ۱۴۰۴

د غزني اوسېدونکي په شخصي لګښت ښوونځی جوړوي.



د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق وویل، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو په شخصي لګښت د «صالحي ځيرک» لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې.

د دغې لېسې لپاره د ودانۍ په جوړولو ۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

یادې لېسې د جوړولو چارو پرانیستې مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب‌الله اغا هم ګډون کړی وو.

ټاکل شوې دغه ښوونځی دریو پوړونو کې جوړ شي چې د لومړي پوړ په جوړولو یې ۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي او ۸ درسي خونې لري.

له دې وړاندې هم د یاد ولایت په مالستان، جاغوري، اندړ او جغتو ولسوالیو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او لویې لارې رغولې دي.

مطالب

د غزني اوسېدونکي
په شخصي لګښت
ښوونځی جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ