Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کډوالو راستنېدل؛ سره‌صلیب د بېړنیو مرستو راټولولو کمپاین پیل کړ.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

د کډوالو راستنېدل؛ سره‌صلیب د بېړنیو مرستو راټولولو کمپاین پیل کړ.



د سره‌صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون راستنېدونکو افغانانو سره د اوږدمهاله ملاتړ لپاره د بېړنیو مرستو رسولو لپاره د مرستې غوښتنې لړۍ پیل کړې.

دغه بنسټ د جمعې په شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېرو ۱۸ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغانان بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوازې تېره اپرېل میاشت کې څه باندې ۱۴۵ زره افغانان د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راګرځېدلي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، هر ورځ له ۴ تر ۶ زره کسان هېواد ته راستنیږي چې د افغانستان پر “نازک روغتیايي سیسټم”، بنسټیزو خدمتونو او د خوړو پر زېرمو یې پراخ اغېز کړی دی.

د سره‌صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون زیاته کړې چې غواړي ۲۵ میلیون سویسي فرانک راټول او راتلونکو دوو کلونو کې له راستنېدونکو سره د مسلکي زده‌کړو او کاري زمینو رامنځته کولو په برخو کې مرستې وکړي.

مطالب

د کډوالو راستنېدل
سره‌صلیب د بېړنیو مرستو
راټولولو کمپاین پیل کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ