Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر اطلاعات او فرهنګ ریاست: د ارزښتونو خلاف کتابونه څوک نشي پلورلی.
۹ دلو ۱۴۰۳

د لوګر اطلاعات او فرهنګ ریاست: د ارزښتونو خلاف کتابونه څوک نشي پلورلی.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حکم له مخې، په ټول ولایت کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابوتونو چاپ او پلور مخنیوی کړی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نشراتو امر حمیدالله صدیقي پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ټولو عامه کتابتونونو او کتاب پلورنځیو ته خبرداری ورکړل شوی چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونو چاپ او ونه پلوري.

هغه وویل، په مرکز پل‌علم کې د اطلاعاتو او  فرهنګ ریاست له لوري د ګومارل شوي پلاوي له مخې، د عامه کتابتونونو او کتاب پلورنځيو څخه څارنه هم پيل شوې او که هر څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

صدیقي زیاته کړه، د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونو چاپ او پلور په ټولنه په ځانګړې توګه په لوستو ځوانانو ناوړه اغېزې کولای شي او اسلامي امارت هېواد کې د دې کار بشپړ مخنیوی کوي.

د پل‌علم یوه اوسېدونکي نعمت‌الله وویل، خوښ دی چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونو د چاپ او پلور مخنیوی پيل شوی.

نوموړي په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم غږ وکړ چې په خواله رسنیو کې هم د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف نشراتو مخنیوی وکړي.

مطالب

د لوګر اطلاعات او فرهنګ ریاست
د ارزښتونو خلاف کتابونه

دا خبر نورو سره شریک کړئ