Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان روغتیایي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان روغتیایي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.



د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د پولیو ټیم مشر مندیپ راټې او د روغتیایي سکټور اړوند مسوولانو سره لیدلي.

دغه کتنه کې افغانستان کې د روغتیا برخه کې د ستونزو په حل، د روغتیايي سیسټم په پیاوړتیا او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت په لوړونې خبرې شوي.

همدارنګه د پولیو ناروغۍ په له‌منځه وړلو، د سرطان ناروغۍ د جوړېدونکي روغتون لپاره د وسایلو په برابرولو، د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو پر ملاتړ او د روغتیا برخه کې د نړیوالو مرستو پر جلب هم بحثونه شوي دي.

د روغتیا وزارت نن دوشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د محوې ټیم مشر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشاري د روغتیا برخې پیاوړي کولو، مرستو جلب او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مطالب

د روغتیا نړیوال سازمان
افغانستان روغتیایي برخه کې
د همکارۍ ډاډ ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ