Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې په ۴۰زره ډالرو د اوبو ۱۵زره کندې کیندل شوي.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

کندهار کې په ۴۰زره ډالرو د اوبو ۱۵زره کندې کیندل شوي.

د کندهار د نېش ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې  د ۴۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت تر ځمکې لاندې د اوبو کچې لوړولو په موخه د اوبو ۱۵زره کندې کیندل شوي دي.

د اوبو ذخیره کولو لپاره د کندو اېستلو دغه پروژه د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مؤسسې (OHW) په تخنیکي همکاري بشپړه او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوې.

د دې پروژې چارې د نېش ولسوالي د کرنې او مالدارۍ مسوولانو تر څارنې لاندې بشپړه شوې چې د کندو کیندلو بهیر کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي، د دغو کندو د کېندلو چارې د ۴۰ ورځو په موده کې بشپړې شوي او هر کارکوونکي ته ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې موخه د سیمې خلکو لپاره د کار زمینې برابرول، د باراني اوبو راټولول، او تر ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړول دي چې په پایله کې به ګڼ‌شمېر بزګران او مالداران ترې ګټه واخلي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، دا اداره هڅه کوي چې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده ورکړي او بزګرانو ته د کار زمینه برابره کړي.


تر دې وړاندې هم یاد ریاست په بېلابېلو ولسوالیو کې ورته پروژې پلې کړي چې د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو په هوارولو کې اغېزمنې تمامې شوې دي.

مطالب

کندهار کې
په ۴۰زره ډالرو
د اوبو ۱۵زره
کندې کیندل شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ