Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د مخابراتو وزیر له یوه چینايي شرکت سره د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کړې دي.
۱۹ ثور ۱۴۰۴

د مخابراتو وزیر له یوه چینايي شرکت سره د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، نجیب الله حیات حقاني د MMC چینايي شرکت له عمومي رییس، وانګ جي چېنګ او مل پلاوي سره کتلي. 

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې په دغه کتنه کې د مخابراتو سرپرست وزیر ویلي، افغانستان هڅه کوي د سیمه ییزو هېوادونو په همکارۍ د ټکنالوژۍ، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې پرمختګ وکړي. 


د MCC شرکت رییس بیا ویلي، افغان کادرونه یې چین ته استولي څو د مصنوعي ځیرکتیا تر څنګ د کان کیندنې او مدیریت مهارتونه هم زده کړي.

مطالب

د مخابراتو وزیر له یوه چینايي شرکت سره
د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ